IQNA

 د ایران په داخلی چارو کې دې له دخالته لاس واخستل شي

5:47 - November 11, 2022
د خبر لمبر: 3486444
ایکنا-(تهران)د اسلامی ایران خارجه وزیر بیګا د ملګروملتو له سرمنشي  سره په ټیلیفونی تماس کې  د ایران په چارو کې د بشری حقوقو د شورا دځانګړي ناستې دترسره کولو لپاره دهڅو په مردود بللو سره له لویدیځ سره د ایران پر ملګرتیاؤ ددغې شورا دسیاسی  اقدام د منفي اغیزو په باب سخت خبرداری ورکړ.

ایکناخبری آژانس د ایران پریس له قوله راپور راکړ،حسین امیر عبداللهیان  له آنتونیو ګوتریش سره  په دغو ټیلیفوني خبرو کې  د ځینو لویدیځي حکومتونو  په دوه ګوڼه چلند په سختو نیوکو سره د دوي ځیني هڅې مردودې وبللې او وې وئيل،  دبشری  حقوقو د شورا غونډه باید د هغو هیوادونو لپاره جوړه شي،چې  دترهه ګرۍ او تاؤتریخوالي دودونکي دي، نه د  ایران لپاره  چې د بشری حققوو حقیقي دفاع کونکی دی  او په وروستیو بلواؤ کې ئې هم ډير زیات زغم نندارې ته وړاندې کړی دی.

د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر  په دوام کې د ځينو هیوادونو په ناکارو اقداماتو او دریځونو باندې په سختو نیوکو سره ووئیل،  دملګروملتو دمنشور په خلاف ، په ګوته شمیر لویدیځي هیوادونو،په ایران  کې  له سوله ایزو غوښتو څخه په ناوړه استفادې سره ،په رسندویو او ټولنیزو چینلونو کې تاؤتریخوالو ته او دوسلو  او دلاسي بمونو جوړولو اقداماتو ته لمسونې کړي دي چې  په نتیجې کې ئې په ایران کې  ناکراري او د یوشمیر کسانو وژلو سبب شوي دي،تر دې چې  د داعش ترهه ګر اقدام لپاره زمینه برابره کړه.

امیر عبداللهیان  له دې مخکې هم د ملګروملتو سرمنشي ته په یوه لیک کې د شیراز په ترهه ګرې حملې باندې د امنیت شورا د غبرګون په نه ښودلو  باندې په نیوکو سره  وئیلي وو،د امنیت شورا دځینو دایمی غړو  د غبرګون نه ښودلو وښودله چې دوي تر دې دمه ترهه ګر په ښو او بدو ویشي. د ایران خارجه وزیر  په دغو ټیلیفوني خبرو کې  د اوکراین د موضوع په باب  هم  یو ځل بیا  د اوکراین په جنګ کې د استفادې په موخې سره  روسیې ته دډرونز  دلیږدولو په باب  بې اساسه اوچټي تورونه دروغ وبلل.

 امیر عبداللهیان  په دوام کې ګوتریش د ویانا په خبرواترو کې د اروپائی اتحادئې د رول د لوبونې په چوکاټ کې  د ایران او امریکا ترمینځ د وروستیو پیغامونو په مبادلې هم خبر کړ. د ایران خارجه وزیر همداراز  د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس  او ایران د ایټمي انرژۍ د ادارې د تخنیکي   خبرواترو لارې ته په اشارې سره ، ددواړو لورو  ملګرتیا هم مناسبه وبلله.  او دغه راز ئې په راتلونکو شپو ورځو کې  ایران ته د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژآنس د مشر رافایل ګروسي د کیدونکي سفر  خبر هم ورکړ.

د ملګروملتو سرمنشي  هم په دغو ټيلیفوني خبرو کې دملګروملتو د بشری  حقوقو دشورا دندوته په اشارې سره  د  هیوادونو په چارو کې ددغې شورا هر ډول سیاسی لاسوهنې مردودې وبللې او له ترهه ګرۍ سره په مبارزې  او په یمن کې د اور بند له ټيڼګیدا سره په مرستې کې د  ایران د رغنده رول په قدرونې سره ئې په یمن کې د موقته اوربند د تمدیدولو لپاره  د یمن په چارو کې د ملګروملتو له ځانګړي استازي سره د ایران دملګرتیاؤ ددوام غوښته وکړه.ګوتریش همداراز پر ډيپلوماسۍ د ایران ټينګار هم وستایۀ او د بندیونو دلغوه کونکو خبرواترو په باب ئې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  احیاء د درستو لورو د ګټو تضمینونکي وبلله او دغه راز ئې له آژانس سره د ایران   د ملګرتیاؤ دوام هم ښه وبالۀ.

https://farsi.iranpress.com/iran-i222588-

captcha